د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه: ازبکستان دوامداره اصلاحاتو ته اړتیا لري


اروپايي ټولنه وايي، د ازبکستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د سرپرست ولسمشر شوکت میرضیاییف بریا د دې ښکارندويي کوي چې هغه کوم عمده سیال نه درلودی او دا هېواد دوامداره اصلاحاتو ته اړتیا لري.

د اروپايي ټولنې یوه ویاند په یوه بیان کې ویلي چې د ازبکستان چارواکې باید دې کمزورتیا ته جدي پاملرنه وکړي او اروپايي ټولنه په دې برخه کې پوره همکاري ته چمتو ده.

تر دې پخوا د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ویلي چې په دغو ټاکنو کې د ريښتني سیال نيشتوالي له رایې ورکوونکو دا موقع اخیستې وه چې خپل د خوښې وړ کاندید ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG