د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران به ټرمپ ته د اټومي ټړون ماتولو اجازه ور-نه -کړي


د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي چې تهران به د امريکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته اجازه ور-نه-کړي چې د ايران او نړيوالو طاقتونو تر منځ مهم اټومي تړون مات کړي.

نوموړي دا خبره (سېشنبه) په تهران پوهنتون کې د وينا پر مهال وکړه او زياته يې کړه چې ټرمپ ډېر څه کول غواړي خو د هغه هېڅ کړنې به پر دوی اغېز و-نه-کړي.

نوموړي دا خبره د ۲۰۱۵م کال د جولای د هغه تړون په حواله ورکړه چې ايران به خپل اټومي پروګرام محدودوي چې په بدل کې لګېدلې اقتصادي بنديزونه ورڅخه پورته کړل شي.

ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاين پر مهال ويلي ول چې دا تړون به له منځه وړي ځکه په دې کې ټوله ګټه يوازې ايران ته رسېدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG