د لاسرسي ځای

د روسیې دفاع وزارت وايي د دوشنبې په ورځ د شام په حلب ښار کې، د یاغیانو لخوا پر یو روغتون د ګوله بارۍ په پایله کې، دوه ښځینه پوځي طبي کارکوونکې وژل شوي او یوه بله یې بیا سخته ژوبله شوې ده.

د روسیې پوځ پر غربي نړۍ تور پورې کوي چې په وینا یې هغوی د شام د ولسمشر بشارلاسد خلاف جنګیدونکي یاغیان حمایه کوي.

د رسویې د دفاع وزارت مشر ویاند میجر جنرل ایګور ـــ کوناشینکو ادعا کړې ده چې یاغیانو په لوی لاس یا له کسته د حکومت تر واک لاندې په یوه ولسوالۍ کې پر فعال یو سیمه ییز روغتون ډزې کړي دی.

دی وايي دغه روغتون کې د ولسي خلکو درملنه کېده.

د دفاع وزارت ویاند ویلي، امریکا، بریتانیا، فرانسه او نور ملیتونه چې ده د ترهګرو د ملګرو په نامه یاد کړل، د دغو وژنو مسولیت پر غاړه لري.

بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر دغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې غربي نړۍ د دغو وژنو مسوله ده.

XS
SM
MD
LG