د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برسلز کې د افغانستان په اړه د ناټو غونډه پیلیږي


د ناټو بهرنیو چارو وزیران نن(سېشنبه) په برسلز کې غونډه پیلوي چې د افغانستان په وضعیت به هم خبرې پکې وشي.

د مشال راډیوخبریال له برسلز نه په خپل رپوټ کې وايي چې د افغانستان په اړه بحث به سبا پیل شي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ورځي.

د ناټو عمومي منشي ینزستو لتنبرګ ډاډ ورکړی چې د امریکا د نوي ولسمشر اداره به له افغانستانه ملاتړ جاري وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG