د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پښتنو شناختي کارتونه دې فعاله کړل شي'


د خیبر پښتونخوا سینیر صوبايي وزیر عنایت الله وايي د پاکستان شناختي کارډ ادارې « نادرا » په غیر قانوني ډول د لاکونو خلکو شناختي کارتونه بلاک کړي چې دوی یې د خلاسولو غوښتنه کوي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په پېښور کې د اسمبلۍ تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل نادرا د دوی د ضمانت باوجود دغه کارتونه نه فعالوي.

د دونشبې ورځ په همدې موضوع د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې هم بحث وشو او د اسمبلۍ غړیو وویل په نورو صوبو کې د اوسېدونکیو پښتنو شناختي کارتونه هم نادرا بلاک کړي دي.

دوی وویل که مرکزي حکومت دغه ستونزه اواره نه کړه نو دوی به په اسلام اباد کې ستره مظاهره وکړي.

XS
SM
MD
LG