د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې هره ورځ لسګونه طالبان وژل کېږي


د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي د ویندوی مرستیال محمد رادمنش د دوشبنې په ورځ ازادي راډیو ته ​هره ورځ د ۲۰ او۵۰ ترمنځ وسله وال د افغان ملي ځواکونو په عملیاتو کې وژل کیږي. نوموړي دا هم وویل چې افغان سربازانو ته هم تلفات اوړي خو د پخوا په پرتله یې کچه په راټیټېدو ده چې شمېر یې له دوو تر دوولسو دی.

رادمنش زیاته کړه چې ملي اردو د "شفق دوه" عملیاتو په ترڅ کې زیاتې سیمې له وسله والو طالبانو نیولې دي.

د هغه په وینا،ملي اردو د هغو ولسوالیو د نیولو هڅه کوي چې لويو لارو ته نېږدې پرتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG