د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ولسمشر غني دوه سوه سلاکاران نه لري'


د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري

د افغانستان جمهوري ریاست د ولسي جرګې د ځینو غړیو هغه ادعاوې رد کړې چې ویلي ول ولسمشر تر دوو سو زیات سلاکاران لري.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري په دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر په بېلابېلو برخو کې شاو خوا ۸۰ سلاکاران لري چې په خپل وخت هغه ته لازمې او ګټورې سلا مشورې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ځینې غړي د ولسمشر، اجراییه رییس او د هغوی د مرستیالانو د سلاکارانو په زیاتوالي انتقاد کوي.

د دې جرګې غړو په دوشنبه د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل د دغو سلاکارانو معاشونه او ساتونکي د پارلېمان تر غړیو دوه چنده دي.

خو جمهوري ریاست وايي چې د ولسمشر ټولو سلاکارانو معاشونه او امتیازات د قانون په چوکاټ کې تنظیم شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG