د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو مبارز واحد بلوڅ خوشې کړی شو


د سږ کال جولايي پر شپږويشتمه د کراچۍ له سپر های وې تریتم کړل شوی د بشري حقونو مبارز او ليکوال واحد بلوڅ د ګل/دوشنبې ورځ روغ رمټ خپل کور ته رسېدلی دی.

د هغه لور هاني بلوڅ ویلي چې پلار يې کور ته ورسېدلی دی خو نور معلومات يې ور-نه -کړل.

واحد بلوڅ د کراچۍ ليارۍ سيمې اوسېدونکی دی چې په سیویل روغتون کې يې نوکري ده.

نوموړی شا و خوا څلور مياشتې وړاندې تریتم کړل شوی وو او د راخوشېکېدو لپاره یې د پاکستان بشري حقونو کمېشن چارواکیو يوشمېر مظاهرې او لارینونونه هم ترسره کړي ول.

د هغه د خوشېکېدو لپاره په سيند های کورټ کې کېس هم جمع کړل شوی وو خو تر دې دمه يې اورېدنه نه ده شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG