د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د پښین حرمزو کې ۵ وسله وال وژل شوي


د بلوچستان په پښین ولسوالۍ (ضلع) کې له سرحدي عسکرو سره په یوه نښته کېپنځه وسله وال کسان وژل شوي دي. سیمه ییز چارواکي وايي، پېښه د ګل/دوشنبې سهار د پښین حرمزي سیدانو په یوه کلي کې رامنځ ته شوې ده.

په نښته کې د وژل شویو کسانو مړي د کوټې لوی روغتون ته رسول شوي دي. د بښین مرستیال کمېشنر طارق الرحمان و مشال راډیو ته وویل چې د وژل شویو کسانو پېژندګلو په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

خو تر اوسه لا پته نه لګېږي چې وژل شويو وسله والو له کومې ډلې سره تړاو درلود. خو چارواکي وايي د پېښې له ځایه پولیسو ته درنه وسله هم په لاس ورغلې ده.

XS
SM
MD
LG