د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: اوباما دې د بندیزونو غځولو قانون نه لاسلیکوي


Iran - Hasan Rouhani. Rohani, Iranian president
Iran - Hasan Rouhani. Rohani, Iranian president

د ایران ولسمشر حسن روحاني له امریکايي ولسمشر بارک اوباما څخه غوښتي چې د ده پر هېواد دې د بندېزونو غځولو قانوني مسوده نه لاسلیکوي.

دا هغه بندېیزونه دي چې د امریکا سینټ د لسو کالو لپاره په یوه خوله منظور کړي وو.د دسمبر په لومړۍ نیټه د امریکا کانګرس پر ایران د بندېزونو قانون د غځولو لپاره رایې ورکړي او اوس به دا بل سپیني ماڼۍ ته لیږدول کیږي او تمه ده چې ولسمشر اوباما به یې لاسلیک کړي.

ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې په ورځ پارلیمان ته وویل، دا بل د تهران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د شوي ایټمي تړون خلاف ورزي کوي.

امریکايي چارواکي بیا وايي، دوی باوري دي چې دا قانون به د هغه تړون خلاف ورزي ونکړي چې له مخې یې د ایرانه د ایټمي پروګرام محدودولو په بدل کې ګڼ نړیوال بندیزونه لرې کړل شول.

د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی، چې که دا بندېزونه وغځول شول نو دی به یې پر وړاندی غبرګون وښايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG