د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز: د افغانستان تل پاتې سولې همکارۍ ته تیار یو


سرتاج عزیز یوې خبري غونډې ته وینا کوي
سرتاج عزیز یوې خبري غونډې ته وینا کوي

د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره د یوې ګډې او بامقصده سټراټیژۍ په جوړولو ټینګار وکړ.

د پاکستان سرکاري راډیو وايي، سرتاج عزیز د یکشنبې په ورځ د هند په امرتسر کې د افغاستان په اړه د ایشیا زړه کانفرانس ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره هر قسمه همکارۍ ته تیار دی. نوموړي په دې خبره ټینګار هم کړی چې افغانستان دې دده په وینا له بې بنسټه ادعاوو څخه لاس واخلي.

هلته د کانفرنس په پېل کې افغان ولسمشر اشرف غني په خپله وينا کې وويل پاکستان په افغانستان کې د بیا ودانۍ کارونو لپاره د ۵۰۰ ملینه ډالره مرستو ژمني کړي دي چې د ترهګری ضد کارول به یې زیاته ښه وي. نوموړي زیاته کړه چې ځيني هېوادونه ترهګرو ته پناه ځایونه ورکوي او د هغوې په اړه له برداشته کار اخلي.

د هند وزیراعظم نریندر مودي بیا په دغه موقع زیاته کړه چې ترهګري په افغانستان کې د ویني تويیدو لوی سبب دی او باید د ترهګرو شبکو پر ضد له زړه کار وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG