د لاسرسي ځای

د قبايلي سيمو اصلاحاتو په غونډه کې د قومي مشرانو نښته


پخوانی تصوير - د قبايلو يوه جرګه

تېره ورځ پېښور کې د قبايلي سيمو د اصلاحاتو لپاره د يوې غونډې پر مهال خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د شاملولو ملاتړو او د دغه کار مخالفينو تر منځ تاوتريخوالی رامنځته شو. د غونډې پر مهال د قبايلي سيمو ځينو مشرانو د اصلاحاتو لپاره شوو وړانديزونو پاڼې وشلولې.

د اصلاحاتو ملاتړو ويل چې ايف، سي، آر قانون دې ختم او قبايلي سيمې دې په خیبر پښتونخوا کې شامل شي خو ځينو نورو ويل چې په دې وړانديزونو کې هغه خبرې نه دي راغلي چې دوی پکې قبايلي سيمو لپاره د يو کونسل غوښتنه کړې وه.

په دې غونډې کې دواړوو خواوو يو بل ته لاسونه واچول او کنځلې يې وکړي. د قبايلي سيمو د وکيلانو د ټولنې مشر اعجاز مومند تور پورې کړ چې فاټا سيکريټريټ او قبايلي انتظاميې په خپل منځ کې وجنګول. ((دلته د ايف، سي، آر ملاتړ کوونکي د همدې لپاره راغوښتل شوې وو.))

قومي مشر حاجي سليم خان اورکزی چې دې غونډه کې موجود وو، نن مشال ريډيو ته وويل چې ځينو خلکو د خيبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا خبرو ته پرېنښود.

((ځينو قومي مشرانو د خيبر پښتونخوا ګورنر له خبرو مخکې شور او شر جوړ کړ. دا غلط کار وشو. زه د دې په حق کې يم چې قبايلي سيمې دې د خيبر پښتونخوا برخه شي تر څو ايف، سي، آر قانون ختم شي.))

ياده دې وي چې څه موده مخکې د پاکستان حکومت د وزيراعظم د بهرنيوو چارو د سلاکار سرتاج عزيز په مشرۍ د قبايلي سيمو د اصلاحاتو کمېټه جوړه کړه. د دې کمېټې غړو قبايلي سيمو ته سفرونه وکړل او هلته يې د سياسي او قومي مشرانو مشورې واخيستې.

د فاټا اصلاحاتو کمېټۍ غړي
د فاټا اصلاحاتو کمېټۍ غړي

پرونۍ غونډه کې د اصلاحاتو کمېټې مخالفينو ويل چې د دوی نظر او رايې ته احترام نه دی شوی. د قبايلو يو مشر ملک خان مرجان نن مشال ريډيو ته وويل چې دوی له همدې وجې شور جوړ کړ.

((د اصلاحاتو کمېټه په قبايلي سيمو وګرځېده. موږ ورته ډېرې خبرې وکړي خو يوه يې هم په وړانديزونو کې نه ده شامله کړې. زه هم د ايف، سي، آر قانون په حق کې نه يم خو وايم چې د قبايلي سيمو لپاره دې يو کونسل جوړ شي. د کونسل جوړېدو سره به موږ د ګورنر له واکه ووځو. دې سره به د درغليوو مخنيوی هم وشي او ګورنر به دې کونسل ته ځواب وايي.))

که څه هم د خيبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا پرون په دغه غونډه کې خبرې ونه کړي خو وروسته يې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د قبايلي سيمو ډير خلک د خيبر پښتونخوا صوبې سره يو ځای کېدل غواړي.

XS
SM
MD
LG