د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: د امریکا له خوا بندیزونه له ایټمي تړونه سرغرونه ده


ايران وايي د امريکا د کانګرس له خوا پر ايران د بنديزونو د قانون غځول په حقيقت کې له هغه ایټمي تړونه سرغړونه ده، چې د تهران او د نړۍ د پياوړیو قدرتونو ترمنځ تېر کال لاسليک شوی وو.

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند بهرام قاسمي پرون وويل: دا مسئله به د ايران هغې کمېټې ته وړاندې کړي چې د ایټمي تړون عملي کولو لپاره جوړه شوې ده.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امريکا مشرانو جرګې د رايو په اتفاق سره د پنجشنبې په ورځ هغه قانون منظور کړ چې پر ايران د لسو نورو کلونو لپاره د بېلسټیک توغندیو او له بشري حقونو څخه د سرغړونې لپاره بنديزونه غځوي.

دغه قانون امريکا ته زمينه برابروي چې پر هغو کمپنيو بنديزونه وضع کړي چې له ايران سره تجارت کوي.

اوس به دغه قانون د عملي کېدو لپاره د ولسمشر باراک اوباما لاسلیک ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG