د لاسرسي ځای

ډونلډ ټرمپ د تایوان له ولسمشر سره خبرې کړې دي


د امریکا منتخب ولسشمر ډونالډ ټرمپ د تایوان له ولسمشر سره پر ټیلفون خبرې وکړې دي.

له دې سره ټرمپ له څلورو لسیزو راهیسې د امریکا روانه دیپلوماسي ماته کړه او له چین سره یې د اختلاف پیدا کیدو خطر رامنځته کړ.

د ټرمپ ډلې د ډسمبر په دوهمه خبر ورکړ چې د تایوان ولسمشر څای انګ وین، ټرمپ ته په انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي وویله.

په بیان کې ویل شوي دي چې دواړو مشرانو څرګنده کړه چې د امریکا او تایوان ترمنځ نژدې اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکي شته.

تر اوسه چین په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو اکثر کتونکي داسې وړاندوینه کوي چې پیکنګ به سخت غبرګون ښکاره کړي، ځکه چې چین، تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي.

دا له ۱۹۷۹ م کاله راهیسي لومړی ځل دی چې د امریکا او تایوان مشران نېغ په نېغه له یو بل سره اړیکي نیسي.

XS
SM
MD
LG