د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: حکومت پر ماشومانو د سیګرېټ پلورلو ضد ګام اخلي


د خېبر پښتونخوا ايلمنټري او سېکنډري تعليمي څانګې مشر ادريس عظم وايي دوی به ډېر ژر له تعليمي ادارو سره په نېږدې دکانونو کې د سېګرټ پلورلو مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي.

نوموړي د مشال راډيو مننه وکړه چې د دوی پام يې دې لور ته راوګرځولو. ''زه به د خپلې تعليمي څانګې له کارکونکو سره مشوره وکړم او ډېر ژر به له تعليمي ادارو سره په نېږدې دکانونو کې د سېګرټو پر خرڅولو او مشهورتيا د بنديز لپاره هلې ځلې پېلوو."

څو ورځې مخکې په اسلام اباد کې د صارفينو خونديتوب شبکې خپل هغه رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي ول، په پېښور،کوټه اونورو غټو ښارونو کې له تعليمي ادارو سره په نېږدې دکانونو کې پر ماشومانو سیېګرېټ پلورل کيږي او په دکانونو کې د سیګرېټو اشتهارونه لګېدلي وي.

رپورټ زياتوي داسې دکاندران هم شته چې صارفينو ته مفت يا وړيا سېګرټ ورکوي.

همداراز څرګندونې د سوات په خوشحال نومې سکول کې يو خونکی جواد اقبال هم کوي:

"کوم ماشومان چې دکانونو ته د قلم يا سياهي اخستو لپاره راځي نو دکاندران دغه ماشومان د نشو لور ته راغیبوي، داسې دکانداران هم شته چې دغه ماشومانو ته وړيا سیګرېټ ورکوي."

د پېښور دکانونو اتحاديې مشر شرافت علي مبارک که څه هم ځېنې دغه تورونه رد کړل خو نوموړی دا خبره مني چې له تعليمي ادارو سره په نږدې دکانونو کې سیګرېټ خرڅول کيږي. دی وايي تنظيم به يې ډېر ژر پر دې کار پېل کړي چې د دکاندارانو لخوا پر ماشومانو د سیګرېټو خرڅولو مخه ونيسي.

په قبايلي سيمو کې تعليمي کمپاين چلونکې معراج همايون وايي تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چېپه دکانونو کې دا نه دي ليکل شوي چې د اتلسو کالو نه په کم عمره ماشومانو سېګرټ خرڅول غيرقانوني ګام دی.

معراج همايون وايي له حکومت سره سره د میندو پلرونو، دکاندارانو او سکولونو استادانو هم زمه واري جوړېږي چې ماشومان د سیګرېټونو له نشې وژغوري.

د لاهور په مېو اسپتال کې ډاکټر محب مشواڼې وايي سیګرېټ د غټانو په پرتله ماشومانو ته ډېر تاوان رسوي ځکه چې د ماشومانو قوت مدافعت کمزوری وي.

د صارفينو خونديتوب شبکې په خپل وروستي رپورټ کې ويلي دي چې د سیګرېټو کاروباریان ډېر با-اثره دي نو ځکه يې حکومت مخه نه شي نيولی خو د خیبر پښتونخوا د سکولونو څانګې مشر ادريس عظم دغه تورنه رد کړل. په نړيواله کچه په وار وار ويل شوي چې د سیګرېټو نشې له منځه وړلو يواځنۍ لار دا ده چې راتلونکې نسل ترې وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG