د شام حکومت وایي، په حلب کې یې یوه بله سیمه په بشپړ ډول له یاغیانو نیولې ده.د حکومت مخالف وسلهوال د حکومت دغه ادعا ردوي او خبرداری ورکوي چې د روسي پلوه ظالم حکومت پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
ولسمشر بشارالاسد ته وفاداره ځواکونو پرون وویل چې دوی د حلب ختیځ کې د شیخ سعید سیمه ټوله لاندې کړې ده.
بل لور ته په بریتانیا کې مېشته د شام د بشري حقونو د څار ډله د یاغیانو په وینا خبر ورکوي چې لا هم د شیخ سعید درېیمه برخه له دوی سره ده.
د تېرې اوونۍ د جګړې پر مهال د حلب په ختیځ کې درېیمه برخه سیمه حکومتي ځواکونو ونیوله، دا سیمه له ۲۰۱۲ م کال راهیسې د یاغیانو په لاس کې وه.
د شام د بشري حقونو څار ډله وایي چې د چارشنبې په ورځ د حلب ښار په مرکزي سیمه کې روسي الوتکو درنه بمباري وکړه چې پهکې لږ تر لږه ۴۵ ملکیان وژل شوي دي.