د لاسرسي ځای

تازه خبر

د "اوپېک" لخوا د تيلو کم توليد یې بيې لوړې کړې


په ويانا کې د اوپېک غړو هېوادونو د وزيرانو غونډه
په ويانا کې د اوپېک غړو هېوادونو د وزيرانو غونډه

پراګ: په نړۍ کې تر هغه وروسته د تيلو په بيو کې جګوالی راغلی چې د پيټروليم صادرونکو هېوادونو سازمان ((اوپېک)) د تيلو پر کم توليد رضا شول. د نومبر پر ۳۰مه نېټه د ياد سازمان د ۱۴ غړو هېوادونو وزيران په دې سلا شول چې د ورځې پر سر به د تيلو پيداوار ۱۲ لکه بېرله کموي چې دا ډول په نړيوال بازار کې د تيلو بيې پورته شي. دا ډول د راتلونکې ۲۰۱۷م کال له جنوري مياشتې څخه به دا سازمان د ورځې ۳۲ اعشاريه پنځه مليونه بېرله تېل توليدوي.

د پيټروليم صادرونکو هېوادونو سازمان ((اوپېک)) لخوا د دې خبر تر راتلو وروسته په ۱۵ دقيقو کې دننه د اومو تيلو بيعې له اتو څخه تر نهو فيصدو لوړې شوې. دا ډول د يو بېرل تيلو په بيه کې ۵۰ ډالره اضافه وشوه.

په ويانا کې د دې غونډې پر مهال د سعودي د انرژۍ او فابريکو وزير خالد الفاتح وويل چې ايران ته به د دې اجازه ورکړل شي چې پر ځينو کچو د خپلو تيلو توليد تر هغه وړاندې بند کړي چې د نړيوالو لخوا د دوی د اټومي پروګرام پر سر بنديزونه ولګېدل. نوموړي وويل چې روسیې او د تیلو یو شمېر نورو لويو صادرونکو هېوادونو هم، چې د اوپېک غړي نه دي، منلې ده چې د تيلو توليد به د ورځې پر سر شپږ لکه بېرله کموي.

د روسيې د انرژۍ وزير الېګزنډر نوواک ويلي چې ماسکو په تدريجي ډول د تيلو توليد د ورځې پر سر تر درې لکه بېرله پورې کمولو ته چمتو دی او دا کار به د ۲۰۱۷م کال له لومړۍ ربع څخه پېلوي. نوواک زياته کړه چې د اوپېک غړي او د تيلو نور صادروونکو هېوادونو چارواکي سلا شوي چې په ۱۰ ورځو کې دننه به د نورو خبرو اترو لپاره سره کښيني چې له شوي تړون سره سم خپله همکاري همږغې کړي. بلخوا د قطر د انرژۍ وزير محمد صالح الساده وويل چې د دې لپاره په دوحه کې د ډيسمبر پر نهمه نېټه د غونډې وړانديز شوی دی.

په عين حال کې د تيلو د صنعت کارپوهان خبرداری ورکوي چې که چيرې د نومبر د ۳۰مې نېټې دغه تړون له منځه ولاړی نو په نړيوال بازار کې به د تيلو بيې ۲۰ فيصده راټيټې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG