فرانس په شام کې د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې
فرانس د شام حلب ښار په اړه د بحث لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډۍ غوښتنه کړې ده. د فرانس د بهرنیو چارو وزیر جين مارک ايرالټ نن ویلي د دغه ښار سختو جګړو او پرله پسې بشري ناورین ته په کتو دې ته اړتیا ده چې د دغه بحران د ختمولو لپاره یوه لاره وکتل شي. د شام حکومتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د دغه ښار په ختیځ کې څو مهمې سیمې نیولي او له دې سره زرګونه ولسي وګړي له محاصره شوي ښار څخه ووتل.