د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال قمر باجوا د پاکستان پوځ د نوي مشر په توګه خپل کار پیل کړ


جنرال قمر باجوا نن(شنبه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پاکستان پوځ د نوي مشر په توګه خپل کار پیل کړ.

د پوځ پخواني مشر جنرال راحیل شریف د پوځ د مشرۍ سمبولیکه لښته نوي سرلښکر جنرال قمر باجوا ته وسپارله.

په دې توګه جنرال قمر باجوه د پاکستان د تاریخ ۱۶م سر لښکر په توګه خپله دنده رسما پیل کړه.

په دغو مراسمو کې وفاقي وزیرانو، د پوځ پخوانيو مشرانو او نورو شخصیتونو هم برخه واخیسته.

په غونډه کې همدارنګه جنرال زبیرمحمود حیات د ګډو مسلح ځواکونو د مشر په حیث خپلې چارې سنبالې کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG