په ننګرهار کې چارواکو ویلي چې په ۲۴ساعتونوکې يې د داعش ۳۰ وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار د پولیسوویندوي حضرت حسین مشرقیوال د دوشنبې په ورځ خبري رسنیوته وویل، د داعش یوقاضي هم په دې هوايي حملو کې وژل شوی دی.
په همدې حال کې، چارواکي وايي چې په زابل کې څلور سرحدي پولیس د وسله والو طالبانو په کمین کې وژل شوي دي .
د زابل والي بسم الله افغانمل دا پېښه تایید کړې او دنوروجزیاتوله ورکولوپرته یې ویلي چې پولیسوپه یوه غرنۍ سیمه کې ګزمه کوله .
افغانمل ویلي چې په دې حمله کې اوه تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.