د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لسو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې


یوه ډرون الوتکه د ننګرهار پر هوايي ډګر د کوزېدو پر مهال
یوه ډرون الوتکه د ننګرهار پر هوايي ډګر د کوزېدو پر مهال

د ننګرهار چارواکي وایي چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د هسکې مېنې ولسوالۍ ګورګورۍ سبمه کې ۷ تنه داعش وسله وال وژلي او ۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، یاد برید د یکشنبې په ورځ شاوخوا یوولس نیمې بجې تر سره شوی دی.

مشرقیوال زیاتوي چې په برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بې پیلوټه امریکايي الوتکو چې پخوا به یې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د وسلوالو طالبانو او القاعدې خلاف پرله پسې بریدونه کول په دې وروستیو کې یې د ننګرهار ولایت په یو شمېر سیمو بریدونه زیات کړي دي چې په ترڅ کې يې د داعش ډلې مهم قوماندانان او وسلوال وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG