د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظفر سید: په این اف سي ایوارډز غونډه کې ګډون نه کوو


د خېبر پښتونخوا خزانې وزیر د راتلونکې ګل په ورځ کیدونکي د ملي مالیاتي کمېشن په يوه غونډه کې له ګډونه انکار کړی دی.

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزیر مظفر سید د جمعې په ورځ په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې د ګل په ورځ په اسلام اباد کې د مرکزي حکومت لخوا د این ایف سي ایوارډز غونډه رابلل شوې ده چې پکې د خېبر پښتونخوا حکومت ګډون نه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د ده په دې غونډه کې د نه شاملیدو سبب دا دې چې مرکزي حکومت د خېبر پښتونخوا د مالي حق په لړ کې د دوی اندېښنې نه دی ختمې کړې او نه هم د این ایف سي ایوارډز غونډې ایجنډا له ده سره شریکه کړل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG