د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وايي، د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمیر مرستندویه ادارو په افغانستان کې له بې ځایه شوو سره د مرستو ژمنه کړې ده.
دیاد وزارت ویاند حفیظ احمد میاخیل د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل ،دوی هڅه کوي چې له ژمې سره سم بې ځایه شوو کورنیو ته مرستې ورسیږي.
د محلې ارګانونو د ادارې په وینا بې ځایه شوو ته د یو شمیر ولایتونو د والیانو له لورې د مرستو رسولو لړۍ دوام لري.
افغان چارواکي وايې دا مهال شاوخوا یومیلیون کسان چې د یو شمیر ولایتونو له نا امنیو کډه شوي،له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.