په ننګرهار کې د داعش ډلې پنځه وسله وال وژل شوې او څلور ژوبل دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي د شنبې په سهار مشال راډیو ته وویل چې دا وسله والپه پچیراګام ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، په عملیاتو کې مغول خیل، غونډي خیل او تنګي خیل کلي هم د وسله والو څخه پاک شوي دي.
وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.