دا چینايي انجینیران د شنبې په شپه د نامالومو وسله والو په ډزو وژل شوي دي کومو چې د وژل شوو موټر هم له ځانه سره بیولی دی.
د پسني مرستیال کمشنر منصور ګچکي مشال راډیو ته وویل چې وژل شوو چینایانو په دې سیمه کې د تیل او ګیس د لټون په یو کمپنۍ کې کار کاوی.
پولیسو د نامالومو وسله والو پر ضد مقدمه درج کړې ده. چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې.
پسنې ګوادر ته نژدې ساحلي سیمه ده. په دې سیمه کې له مودې راهسې بلوڅ بېلتون غوښتونکي فعال دي کوم چې هلته د داسې پروژو مخالف دي.