د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د وژنو او کم عمرو ودونو پر ضد نوی قانون جوړ کړ


پاکستان سېنټ د وژنو او ماشومانو په زوره د ودونو پر ضد د پوځداري د قانون ترمیمي بل منظور کړ.

دا بل د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د سېنټ په غونډه کې د بهرنیو چارو سیکریتري بلیغ الرحمن وړاندې کړ.

په دې بل کې په زوره د ودونو پر ضد له وړاندې تجویز شوي د اوو کالونو بند سزا اولسو کالونو ته زیاته کړل شوې ده چې مقصد یې په زوره د ودونو رسمونه ختمول دي.

په دې بل کې د بې ګناه او فرقه ایزو وژنو په بدل کې په سزاګانو کې هم زیاتوالې راوستل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG