د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: دوو چاودنو پینځه تنه وژلي ۲۷ ژوبل


د ننګرهار چارواکي وایي چې نن د جمعې په ورځ د دوه بېلابېلو چاودنو په ترڅ کې د دوه امنیتي سرتېرو په ګډون پینځه تنه ملکي وګړي وژل شوي او د درې تنو امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۷ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل:نن سهار شاوخوا لس بجې د څلورمې ناحیې اړوند څلویښت متره سرک باندې ځای په ځای شوی ماین چاودنه کړې چې له امله یې د امنیه قوماندانۍ د نظارت د امر سمونوال عبدالحکیم په ګډون یو تن ماشوم وژل شوی او شپږ تنه ماشومان په کې ټپیان شوي دي.


خوګیاڼی زیاتوي چې دویمه چاودنه د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند د اور وژنې دفتر ته څیرمه د ځای په ځای شوي ماین د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي او یو تن سرتیری وژل شوی او د درې امنیتي منسوبینو په ګډون ۱۸ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د یادو چاودنو مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG