د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې نن(جمعه) سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بمي چاودنه شوې چې څلور تنه ټپیان کړي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوولی حضرت حسین مشرقیوال مشال راډیو ته وویل: یاده چاودنه د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د نظارت خانې د امر د کور مخې نه شوې چې د هغه په ګډون په کې څلور تنه ټپیان شوي دي.

د پیښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG