د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلغاریا: د کډوالو او پولیسو ترمنځ شخړه، شپږ پولیس ژوبل


په بلغاریا کې د پولیسو او کډوالو تر منځ د تاوتریخوالي په پېښه کې شپږ پولیسان ژوبل شوي دي.

د بلغاریې کورنیو چارو وزارت بېګا وویل، پېښه تېره ورځ له ترکیې سره نېږدې په یوه کیمپ کې شوې.

وزارت وايي، په کیمپ کې شاوخوا ۱۵۰۰ پناه غوښتونکو پر پولیسو کاڼي ورول پیل کړل چې پکې شپږ پولیسان ژوبل شول.

وزارت وايي، په پناه غوښتونکو کې ډېری افغانان دي. د بلغاریې کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې پولیسو د پېښې په تړاو ۴۰ کډوال نیولي دي.

XS
SM
MD
LG