د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې پر انتظامي څانګې انټرنيټي بريد


د اروپايي ټولنې انتظامي څانګه وايي، د پنجشنبې ماشام ورباندې انټرنیټي برید شوی چې رپورټونه وايي، په نتیجه کې یې څو ساعته انټرنیټ ته لاسرسی بند شوی وو.

بېګا پولیټیکو خپرونې د اروپايي کمېشن د انټرنیټ څانګې کارکوونکو ته د استول شوي یوه برېښلیک په حواله وویل، د حملې له کبله انټرنیټ کار پرېښود.

د روسیې دولتي تاس خبري اژانس د کمېشن ویاند مارګرېټس شېناس له خولې وايي، په پېښه کې د اروپايي کمېشن معلوماتو ته هېڅ تاوان نه دی رسېدلی. تر اوسه د دې حملې سرچینه نه ده معلومه.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG