د پاکستان د ترهګرۍ ضد عدالتپنځه تنو ته د دوو عیسویانو د وژلو په جرم کې د مرګ سزا اورولې ده.
شهزاد مسیح او شامه بي بي په ۲۰۱۴ کال کې په پنجاب کې د یوې ډلې له لوري اسلام ته د سپکاوي په تور ووهل شول او بیا د قهر جنو برید کوونکو له لورې د خښتو په بټۍ کې وسوځول شول.
د عدالت دا پریکړه په پاکستان کې د عیسوي ټولنې لپاره یوه بې سارې کامیابي شوې ده.
د ترهکرۍ ضد محکمې په لاهور کې د چارشنبې په ورځ همداراز اته تنه نور د دې پیښې په تړاو په دوه دوه کاله بند محکوم کړل او نور۹۳ تنه يې د مقدمې نه بري کړه.