د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: له داعش سره په تړاو درې تنه نیول شوي


افغان چارواکي وایي چې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند د اکمالاتي بېز سیمه کې له داعش سره په تړاو درې تنه نیول شوي دی.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل:بیګاه شپه د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو صفر دوه قطعې په یاده سیمه کې د کشفي راپور په اساس عملیات تر سره کړي چې له داعش سره په تړاو یې درې تنه نیولي او مرکز ته یې له ځانه سره بیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG