د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې تر زر زیات ایراني وګړي وژل شوي


یو ایرانۍ ډله وايي ، په شام کې د روانې جګړې پر مهال تر زر زیات هغه ایرانیان وژل شوي دي چې د مزارونو ساتنه یې کوله.

دا خبره د شهدا فاونډېشن په نامه ډلې مشر محمد علي شاهیدي محالاتي د سېشنبې په ورځ تسنیم نومي بنسټپالې خبري اژانس ته کړې ده.

یاده ډله وايي چې دوي د ایران لپاره په جګړه کې د وژل شوو د کورنیو ملاتړ کوي.

مزارساتونکي په ایران کې د هغو کسانو لپاره کارول کېدونکې اصطلاح ده چې په شام کې د ایران د سیمه ییز اتحادي ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي.

ایران وايي ، دا کسان په خپله خوښه شام ته ځي چې هلته د هغو مزارونو ساتنه وکړي کومو ته چې شعیه ګان عقیدوي درناوی لري.

ایران د شام د حکومت یو لوی ملګری دی او په واک کې د پاتې کېدو لپاره یې ورسره مالي او پوځي مرستې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG