د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه له دېرشو وسله والو ډلو سره جنیګېږي


د افغانستان حکومت وايي، امنیتي ځواکونه له ۳۰ افراطي وسله والو ډلو سره په جګړه کې ښکېل دي.

د ارګ مطبوعاتي دفتر یوه ویندوی شاه حسېن مرتضوي د نومبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې وسله والو په مخامخ جنګ کې ماتې خوړلې او له دې امله پرسپېځلو، مذهبي ځایونو حملې کوي.

شاه حسېن مرتضوي وړاندې وویل:

"موږ له افراطي ډلو سره چې شمېر یې دېرشو ته رسېږي، په بېلابېلو سیمو کې په جګړه کې ښکېل یو. ټول افغانان د دغو ډلو په اصلیت ښه پوهېږي. امنیتي ځواکونو په مخامخ جګړه کې دغو ډلو ته ماتې ورکړې ده. "

شاه حسین مرتضوي په کابل کې د شییعه ګانو پر جومات د نومبر ۲۱مې حملې ته په اشاره وویل، وسله والې حملې د افغانانو ترمنځ نفاق نه شي اچولی.

XS
SM
MD
LG