د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ننګرهار کې دوه تنه پاکستاني داعشیان وژل شوي'


د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وایي، د ولایت اچین ولسوالۍ په مومندرې سیمه کې دوه داعش وسله‌وال چې د پاکستان اوسېدونکي دي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ازادي راډیو ته وایي چې یاد وسله‌وال بېګا شپه د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.

خوږیاڼي همدارنګه زیاته کړه چې د یاد ولایت د چپرهار ولسوالۍ په ترکو سیمه کې بیا د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال درې وسله‌وال طالبان هم وژل شوي دي.

تر دا مهاله یادو وسله‌والو ډلو په دې اړه څه نه‎‌دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG