د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې چاودنې یو تن وژلی او د یوه عسکر په ګډون درې ژوبل


د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې یوې بمي چاودنې یو تن وژلی او د یوه امنیتي سرتېري په ګډون درې نور کسان یې ټپیان کړي دي.

چاودنه د ګل/دوشنبې غرمه د چمن په بوغره سړک هله وشوه چې د پاکستانیو امنیتي عسکرو یوه لارۍ له سیمې تېرېدله.

په چمن کې د لېویزو رسالدار مېجر عبدالبصیر مشال راډيو ته وویل چې ناڅرګندو کسانو تر یوه پله لاندې اېښودلی بم په ریموټ کنټرول چولی دی.

دی وايي، په پېښه کې د امنیتي سرتېرو لارۍ او یوه موټرسایکل ته هم زیان اوښتی دی.

د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناءالله زهري د چاودنې غندنه کړې او پولیسو او نورو امنیتي ادارو ته یې امرکړی چې په ټوله صوبه کې دې د وسله ډلو پرضد لا کلک ګامونه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG