د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام پر حلب ښار سخته بمباري، لسګونه کسان وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د شام د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د ياغيانو تر کنټرول لاندې په حلب ښار کې پرون د حکومتي ځواکونو په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي په وژلو شويو کې پينځه ماشومان هم شامل دي. ځینو غربي هيوادونو د دغو بريدونو غندنه کړې ده. د بشري حقونو څار اداره وايي چې په تيرو پنځو ورځو کې د سختې بمبارۍ په پایله کې د وژلو شویو کسانو شمېره شاوخوا ۱۸۰ ته رسېدلې ده.

د وروستیو معلوماتو له مخې، په حلب ښار د حکومتي ځواکونو لخوا په بمبارۍ کې تيزي راغلې چې په ترڅ کې یې روغتونونه هم په نښه شوي چې له کبله يې په دغه سيمه کې د درملنې اسانتياوې له منځه تللې دي.

په عین حال کې د امریکا د سپيني ماڼۍ د قامي سلامتيا سلاکارې سوزان رايس په روغتونونو بمباري په سختو ټکو کې غندلې او پر روسیې او شامي ولسمشرانو يې غږ کړی چې د تشدد د لړۍ د ختمولو لپاره دې ګامونه پورته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG