د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې څلور امنيتي سرتيري په دزو وژل شوي.


دبلوچستان په مرکز کوټه کې د دريو پوله ساتونکو په ګډون څلور امنيتي سرتيري په دزو وژل شوي.

دا پېښه تېرماښام د نومبر په ۱۹ د کوټي پر فاطمه جناح سړک هغه مهال رامنځته شوه چې ړومبې وسله والو د ټرافک پوليسو يو اهلکار په ډزو ژوبل کړ. له دې وروسته چې د پېښې ځای ته سرحدي عسکر راورسېدل نو وسله والو پر دوي هم ډزې وکړې چې له کبله يې د يو لاروي په ګډون درې عسکر ژوبل شول. څلور واړه ژوبل تنان سول اسپتال ته ورسول شول چې هلته بيا امنيتي عسکرو په اسپتال کې سا ورکړه. د پېښې زمه واري وسله والې ډلې لشکرجهنګوي العالمي پر غاړه اخستې .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG