د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونالډټرمپ د خپلې کابینې یوشمیرمهم غړي ونومول


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د خپل حکومت یو شمیر امنیتي او نور مهم غړي ونومول.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې اعلامیه کې وویل چې د ګانګریس جمهوريپال غړی مایک پومپیو يې د «سي. ای. اې» د مشر ،متقاعد جنرال مایکل فلاین دملي امنیت د سلاکار او سناتور جیف سیشینس د امریکا د لوی څارنوال په توګه انتخاب کړي دي.

ډونالډ ټرمپ ویلي دی باور لري چې مایک پومپیو به یو سخت او توانمند مشر وي.

مایک پومپیو د کانګریس د استازو د جرګې د استخباراتو د کمېټې غړی دی او په هغه پلټنو کې يې رغنده رول درلود چې په ۲۰۱۲ کال کې په لیبیا کې د امریکا پر قونسلګرۍ د برید په اړه ترسره شوي دي.

نوموړی دغه راز له ایران سره د اټمي موافقې سر سختی مخالف دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG