د افغانستان د فاریاب والي وايي، د دې ولایت او جوزجان ترمنځ د لوې لارې د امنیت د ټینګښت لپاره پراخ پوځي عملیات دوام لري.
سید انور سادات تېر ماښام مشال راډیو ته وویل د دې لوې لارې د امن کولو هدف په ارامه فضا کې له دې سیمې د لاجوردو د لارې د افتتاح د مراسمو لپاره زمینه برابرول او د دولت ضد وسله والو د فعالیت مخنیوی دی.
هغه وویل، د فاریاب او جوزجان ترمنځ د لورې لارې د امنیت لپاره چې له اووه ولسوالیو تېرېږي له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې عملیات روان دي.
د نوموړي په وینا ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې په فاریاب کې د لاجوردو د لارې د پرانیستلو مراسم جوړ شي.