د افغانستان د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دوه داعش وسله وال نیول شوي.
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقیوال مشال راډيو ته ويلي د هسکې مېنې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پولیسو د مریزکنډو په سيمه کې د جمعې په ورځ ناوخته د پلټنې پر مهال دوه تنه داعش وسله وال چې یو تن یې د همدې ولسوالۍ او بل د کونړ ولایت دی، نیولي دي.
نوموړی وايي، له نیول شویو کسانو څخه پلټنې روانې دي.
وسله والو په دې اړه ځه نه دي ویلي.