د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې یو قومي مشر وژل شوی


د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، په نيش ولسوالۍ کي يو قومي مشر د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک مشال راډيو ته وويل چې د ادم خان په نوم پر قومي مشر د پنجشنبې په ورځ ناوخته د نيش ولسوالۍ په ناوې سيمه کې چاودنه شوې چې نوموړی په کې لومړی ټپي او وروسته يې ساه ورکړه.

د خپلواک په وينا ادم خان په دولت کې دنده نه درلودل او د يوه قومي مشر په توګه يې د خلکو د ستونزو د حل په موخه د دولت سره همکاري کول.

تر دا مهاله د دې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG