د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: ځانمرګي برید ۱۶ کسان وژلي


عراقي چارواکي وايي، له پلازمېنې بغداد سره نېږدې د واده پر مراسمو په موټر ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

دا برید بېګا ماښام په انبار ولایت کې شوی چې روانه اوونۍ په هېواد کې درېیمه حمله وه.

پولیس چارواکي وايي، په حمله کې تر ۳۰ زیات کسان ژوبل هم دي.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې خو چارواکي د وروستیو بریدونو تور پر اسلامي دولت ډلې پورې کوي چې په ۲۰۱۴ز کال کې یې د عراق او شام لویه برخه خاوره ونیوله خو د شیعه ملېشې او کرد جنګیالیو په مرسته د عراقیو ځواکونو په عملیاتو کې د پام وړ سیمې د دې ډلې له واکه خلاصې کړل شوې دي.

دا مهال عراقي ځواکونه په موصل کې د وسله والو ضد جنګېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG