د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ ښاروال وسیم اختر ضمانت ومنل وشو


 کراچۍ ښاروال وسيم اختر
کراچۍ ښاروال وسيم اختر

د سیند په لوی صنعتي ښار کراچۍ کې د ترهه ګرۍ مخنيوي خصوصي عدالت د چارشنبې په ورځ د ترهه ګرو د درملنې په تور بنديوان د کراچۍ ښاروال وسيم اختر شاوخوا څلورمياشتې وروستو په ضمانت خوشې کړ.

وسيم اختر روان کال د جولايي پر نولسمه نېټه نيول شوی وو او په هغه د پاکستان پخواني وزير ډاکټرعاصم په مرسته د ترهه ګرو د درملنې او د کرکې ډک تقرير جوړولو له تورونو سره سره ۳۹ مقدمې جوړې کړل شوې وې.

د ترهه ګرۍ مخنيوي خصوصي عدالت د پيپلز ګوند د غړي قادرپټېل ضمانت هم منظور کړی دی.

وسيم اختر د پاکستان د سياسي تاريخ هغه لومړی ښاروال دی چې په جېل کې یې د ښاروالۍ ټاکنې ګټلې وې او بيا د سوګند پورته کولو لپاره له زندانه وروړل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG