د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا له چین سره د بجلۍ جوړولو پروژه لاسلیک کړه


د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د چین له یوې کمپنۍ سره د بجلۍ جوړولو لوظنامه لاس لیک کړې چې پکې به په هزاره ډیویژن کې د یوې صنعتي زون لپاره د ګیس بجلي پېدا کېږي.

د وزیراعلا هاوسه جاري شوی خپرپاڼه وايي، دا لوظنامه د دوشبنې په ورځ په اسلام آباد کې وزیر اعلاپرویز خټک د چیني کمپنۍ له چارواکو سره لاسلیک کړه چې ترمخه به یې یاد صنعتي زون لپاره ۲۲۵ میګاواټه بجلي جوړول کېږي.

پرویز خټک دغه چیني کمپنۍ ته وړاندیز وکړ چې په خېبر پښتونخوا کې دې د ارزانې بجلۍ جوړولو د یو شمیر نورو وسیلو په لټولو هم کار وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG