د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارزګان: ۲۵ تنه وسله‌وال وژل شوي


د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په ځینو برخو کې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په نتیجه کې ۲۵ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه ناوخته وشول چې په نتیجه کې یې ۱۰ وسله‌وال ټپیان شوي هم دي.

نوموړی وایي، په عملیاتو کې ملکیانو او یا امنیتي ځواکونو ته تلفات نه‌ دي اوښتي او وسله‌والو طالبانو هم په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG