د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت له وفاقه د بجلۍ ګټه غوښتې


د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، باید وفاقي حکومت خیبر پښتونخوا ته د بجلۍ خالصې ګټې په ګډون په نورو وسایلو کې خپله برخه ورکړي چې دا شان په صوبه کې د پرمختیا کارونه سرته ورسول شي.

د صوبي خزاني وزیر مظفر سید د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د بجلۍ محکمي او وفاقي حکومت لا هم خیبر پښتونخوا ته د سږني مالي کال لپاره د بجلۍ خالصې ګټې په مد کې پیسي نه دي ورکړي.

یاده دی وي چې خیبر پښتونخوا ته به د بجلۍ خالصې ګټې په مد کې شپږ اربه روپۍ ورکول کېدلې خو سږ کال صوبايي حکومت دغه پانګه اتلس اربه روپۍ ایښې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG