د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کولمبیا حکومت او یاغي ډلې د سولې بله موافقه وکړه


د کولمبیا حکومت او د هغه هېواد یاغي ډلې یعنې انقلابي ځواکونو یا فارک د رایې اچونکو لخوا د تېرې معاهدې ردولو په ځواب کې د سولې یوه اصلاح شوې معاهده لاسلیک کړه.

دا نوي معاهده چې د نومبر پر ۱۲ مه د حکومت او په کیوبا کې د یاغیانو استازو لاس لیک کړه، موخه یې د ۵۰ کلونو هغه جګړه په رسمي توګه ختمول دي چې پکې له دوه لاکه او ۲۰ زرو څخه زیات کسان وژل شوې دي. تر دې وړاندې د کولمبیا ولسمشر خوان مانول سنتوس او د کولمبیا انقلاب ساتونکو ځواکونو ډلې ترمنځ د ستمبر پرمه د سولې معاهده شوې وه خو د کولمبیا ولس د اکتوبر په دویمه د یوې ټولپوښتني له لارې دغه معاهده رد کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG