د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايت الله خاتمي: ټرمپ دې له ايرانيانو بخښنه وغواړي


د ايران بانفوذه ديني عالم ایت الله احمد خاتمي د امريکا پر منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ غږ کړی چې له ايران سره دې لوبې نه کوي او د کمپاين پر مهال چې يې ايرانيان ترهګر بللي وو، پر هغه دې بخښنه و غواړي.

نوموړي په تهران کې د جمعې د خطبې پر مهال وويل، ډونلډ ټرمپ بايد پوه شي چې ايرانيان به تر وروستۍ ساه پورې د امريکا پر ضد مقاومت کوي. هغه زياته کړه، د امريکا مشر بايد پوه شي چې د زمري له لکۍ سره دې لوبې نه کوي چې د ده په وينا تهران د امريکا پخوانيو ولسمشرانو ته په برياليتوب سره ماتې ورکړې او هغه يې ناهيله کړي دي.

ايت الله خاتمي وويل، ډونلډ ټرمپ دې د کمپاين پر مهال پر ايران د سختو تورونو پورې کولو په اړه په عزت سره بخښنه و غواړي.

د ده په خبره دوی د نورو قامونو او د هغوی د انتخاباتو درناوی کوي. بلخوا د عراق ځواکمن شيعه ديني عالم ويلي، د ډونلډ ټرمپ لخوا انتخابات ګڼل د امريکا د زوال ښکارندويي کوي.

نوموړي پر امريکايانو غږ کړی چې د مسلمانانو او نورو اقليتونو په اړه د ټرمپ د نظر په ضد دې مقاومت وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG