د نړیوال جنايي عدالت عمومي څارنوالۍ ویلي، په افغانستان کې یې د احتمالي جنګي جرمونو په څېړنه کې پام وړ پرمختګ کړی دی.
د دې ادارې یوې مشرې فاتو بن سوده دا خبره بېګا د فرانسې له یوه ټېلېوېژن سره په مرکه کې وکړه.
له دې پرته نوموړې نور تفصیل ورنکړ او په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په برخه کې د عدالت پام امریکايي سرتېرو ته د ګرځولو په اړه یې هم څه و نه ویل.
د فرانسې خبري اژانس وايي، نړیوال جنايي عدالت په ۲۰۰۷ز کال کې د جنګي جرمونو په اړه رپورټ خپور کړ چې پکې طالبانو، افغان او بهرنیو سرتېرو ته منسوب جرمونه څېړل شوي ول.